کورپاڼه / خبرونه / مهیلا جیوردنې د هند لوبډلې د مشر روزونکې په توګه د دندې وړاندیز نه دی منلی

مهیلا جیوردنې د هند لوبډلې د مشر روزونکې په توګه د دندې وړاندیز نه دی منلی

د هند کرکټ ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي روي شاستري دنده له نړیوال شل اوریز جام وروسته پای ته رسېږي او د هند کرکټ بورډ (BCCI) د داسې شخص په لټه کې ده، چې د شاستري پرځای یې وټاکي.

یو له هغه اشخاصو څخه چې ښایي د هند لوبډلې د مشر روزونکې په توګه وټاکل شي، هغه انیل کمبل دی، چې له روي شاستري وړاندې یې دغه دنده پر غاړه وه، خو له ویراټ کوهلي سره یې له ناندرو له امله استعفاء ورکړه.

د کریک ټریکر ویبپاڼې د انډین ایکسپرین په حواله ویلي، چې د هند کرکټ بورډ وړاندې له دې چې له انیل کمبل سره اړیکه کې شي، غوښتل یې د سریلانکا پخوانی مخکښ لوبغاړی مهیلا جیوردنې د مشر روزونکې په توګه وټاکي خو هغه دغه وړاندیز رد کړ.

راپورونه وایي چې جیوردنې غوښتل چې د سریلانکا کرکټ لوبډلې روزنه پر غاړه واخلي. دغه راز جیوردني په آی پي ایل کې د ممبۍ لوبډلې روزونکی هم دی، چې د (BCCI) د اصولو له مخې د هند لوبډلې مشر روزونکی په بل ځای کې دنده نه شي کولی.

مهیلا جیوردنې د سریلانکا لپاره په ۱۴۹ ټیسټ، ۴۴۸ یوه ورځینو او ۵۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ګډون کړی، چې په ټیسټ کې یې ۱۱۸۱۴، په یوه ورځنیو لوبو کې ۱۲۶۵۰ او په شل اوریزو لوبو کې ۱۴۹۳ منډې کړي. هغه په نړیوال کرکټ کې ۵۴ سلیزې وهلي چې ۷ ځلې غبرګې سلیزې هم پکې شاملې دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …