کورپاڼه / روغتيا / د انټرنیټ ډېر استعمال د انسان پر بدن څه اغېزې لري

د انټرنیټ ډېر استعمال د انسان پر بدن څه اغېزې لري

روغتیایي کارپوهان وایي چې د انټرنیټ استعمالول شوق او ډېر کارول یې د انسان په بدن کې حیرانوونکې بدلونونه رامنځته کوي او له یو بل سره د خبرو کولو په طرز کې هم بدلون راولي.

د یوې سروې له مخې چې دولس سوه تنو پکې برخه لرله، له هغوی په انلاین بڼه او د ټولنیزو رسنیو په مرسته پوښتنې وشې، چې له مخې یې معلومه شوه چې ۴۶ سلنه خلک په ورځ کې له دوو څخه تر پنځو ساعتونو پورې وخت په ټولنیزه رسنیو تېروي.

هغه کسان چې په ورځ کې یې له شپږو ساعتونو ډېر وخت پر انټرنیټ تېرواه، د هغوی شمېر ۳۶ سلنه و او هغه کسان چې ورځ کې یو ساعت انټرنیټ کاروو د هغه شمېر یوازې ۶ سلنه و.

دغه سروې چې په سعودي عربستان کې ترسره شوې، موخه یې دا وه چې د موبایل د استعمال د خطرونو او درملنه په اړه یې خلک وپوهوي. که چېرته انټرنیټ ته ډېر وخت ورکړل شي، نو د کورنۍ او خپلو خپلوانو سره اړیکې خرابولی شي.

څېړونکې وایي چې ددې ټیکنالوژۍ په سبب د انسان په مزاج، طبیعت او چلند کې بدلون راځي او ګڼې ستونزې پیدا کوي. دغه راز ګیمونه او ځینې ویبپاڼې د انسان ذهني روغتیا اغېزمنوي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …