کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د قیس احمد لوبډلې بریا ترلاسه کړه

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د قیس احمد لوبډلې بریا ترلاسه کړه

د انګلستان هېواد په ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه کرکټ سياليو په دویمه نیمه پایلوبه کې د کينټ (قیس احمد لوبډلې) او سسیکس (راشد خان لوبډلې، خو راشد نشته) ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې کينټ لوبډلې وګټله.

دغه لوبه چې په برمینګهم کې ترسره شوه، د لوبې پچه د کینټ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پړېکړه یې وکړه، چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۸ منډې وکړې او سسیکس لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف کېښود.

د کینټ له لورې په توپ وهنه کې ډینیل بیل ۸۲ او ډیرن سټیونس ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سسیکس لوبډلې له لورې ټایمل ملز درې، جورج ګارټن دوه، کریس جورډن او روي بوپارا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ۱۶۹ منډو هدف سسیکس لوبډلې پوره نه شو کړای او په ۱۴۷ منډو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۲۱ منډو په توپير يې لوبه وبايله، چې له ډلې جورج ګارټن ۴۱ منډې وکړې.

د کینټ لوبډلې له لورې فرد کلاسسن څلور، میټ ملنس درې، قیس احمد، سټیونس او جیګ لیاننګ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. ددې سیالیو پایلوبه نن شپه په ۱۰:۱۵ دقیقو د کینټ او سمرسیټ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …