کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ویټالیټي بلاسټ سیالیو پایلوبه د قیس احمد لوبډلې وګټله او اتلولي یې خپله کړه

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو پایلوبه د قیس احمد لوبډلې وګټله او اتلولي یې خپله کړه

د انګلستان هېواد د ویټالیټي بلاسټ سیالیو پایلوبه د قیس احمد لوبډلې (کینټ) وګټله، چې دا د یادې لوبډلې له ۱۴ کلن ځنډ وروسته لومړۍ اتلولي وه.

دغه لوبه چې برمنګهم کې ترسره شوه، سمرسټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړي یې کینټ لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، هغوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

د کینټ له لوري زاک کراولي ۴۱ او جورډن کوکس ۵۸ زیاتې منډې وکړې. د سمرسټ لخوا وین در مروي درې، جوش ډیوی او لویس ګولډسورت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په ځواب کې د سمرسټ لوبډلې ونشو کړای د قیس احمد او د نورو توپ اچونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه وکړي او د ۲۵ منډو په توپیر ماتې وخوړه او کینټ لوبډلې اتلولي خپله کړه.

د سمرسټ لخوا ول سمید ۴۳ منډې وکړې. د کینټ لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې جو دنیل درې او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول. په دې سره هغه په ۱۲ لوبو کې ۱۰ ویکټې پوره کړې. ددې لیګ ترټولو ډېرې ویکټې افغان لوبغاړي نوین الحق واخیستې، هغه په ۱۴ لوبو کې ولوبېده او تر ټولو زیاتې ۲۶ ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …