کورپاڼه / خبرونه / افغان کرکټ بورډ د انګلستان لوبغالي د کوربتوب لپاره اخلي

افغان کرکټ بورډ د انګلستان لوبغالي د کوربتوب لپاره اخلي

د افغانستان کرکټ کرکټ د انګلستان له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې، چې افغان لوبډلې ته دې د دوی لوبغالي د کوربتوب لپاره ورکړي، چې دا کار به افغان لوبډله نور هم پیاوړي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ د عربي اماراتو شارجه لوبغالی د کوربه لوبغالي په توګه کاروي چې څه موده وړاندې ورسره تړون هم لاسلیک شو، خو اوس وایي چې د انګلستان مرستې د افغان لوبډلې لپاره حیاتي ارزښت لري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر حامد شینواري، چې زده کړې یې په استرالیا کې کړي، له انګلستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره یې ملاتړ وکړي او پر لوبغالو یې له افغان لوبډلې سره لوبې وکړي.

هغه ویلي چې د الوتنو له عادي کېدو وروسته انګلستان ته سفر لري او هلته به له یاد کرکټ بورډ سره تړون لاسلیک کړي، خو باید وویل چې ممکن دا تړون لاسلیک نه شي، ځکه د نوي حکومت په جوړېدو سره د افغانستان کرکټ پر ښځو د بندیز په سبب اغېزمن شوی دی.

خو حامد شینواري بیا ویلي:((زموږ ښځینه لوبغاړې لا هم دلته دي، دوی افغانستان نه دی پریښی، ډيرې يې په کابل یا نورو ولایتونو کې دي، موږ غواړو ښځينه کرکټ جوړ کړو او داسې اسانتیاوې رامنځته کړو چې د افغانستان په کلتوري چوکاټ کې دوی ته د لوبو اجازه ورکړل شي))

هغه زیاته کړې چې د استرالیا چارواکو سره په اړیکه کې دی ترڅو یواځینۍ ټیسټ لوبه پر وخت ترسره کړي. دغه راز هغه دا هم ویلي چې دوی به په نړیوال کې د کوم بیرغ لاندې لوبې وکړي، لا یې په اړه د نوي حکومت آمر ته په تمه دی.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …