خپلواک وېبپاڼه (۳۰ نومبر ۲۰۱۹): د اسټراليا او پاکستان ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې اسټراليايي توپوهونکي ډیويډ وارنر په پاکستانۍ لوبډله نوی ريکارډ جوړ او د خپل کيرير تر ټولو زیاتې منډې يې ترلاسه کړې.
نوموړي ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ۷م اسټراليايي توپوهونکی شو چې تر ۳۰۰ زياتې منډې کوي، همدا راز دا د هغه لومړنۍ ډېرې منډې دي چې ۳۰۰ نه زياتې منډې يې ترلاسه کړې.
د اسټراليا او پاکستان ترمنځ دويمه ټېسټ سيالي د اسټراليا په ايډلايډ کې ترسره کېږي. د لوبې پچه اسټراليا ګټلې وه چې لومړی يې توپوهنه غوره کړه.
اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۵۸۹ منډې وکړې چې له هغه وروسته يې خپله پاڼۍ ډيکلير يا ختمه کړه. د دوی له لوري ډيويډ وارنر ۳۳۵ ناسوځېدلې او مارنوس لابوشيګن ۱۶۲ منډې ترلاسه کړې.
د پاکستان له لوري شاهين اپريدي ۳ لوبغاړي وسوځول.
ډيويډ وارنر په خپله توپوهنه کې پاکستاني توپ اچونکي سخت خراب کړل او د خپل کيرير تر ټولو زیاتې منډې يې وکړې. همدا راز نوموړي تر ۳۰۰ زياتې منډې وکړې او د ډېرو توپوهونکو ريکارډونه يې مات کړل.
د ټېسټ سياليو په يوه پاڼۍ کې تر ټولو زياتې منډې بيا د ويسټ انډيز براين لارا ترلاسه کړي دي، چې هغه ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې کړې وې. همدا راز د اسټراليا ميتيو هايډن ۳۸۰، براين لارا ۳۷۵، د سريلانکا مهيلا جی وردنی ۳۷۴، د ويسټ انډيز سر ګېري سوبرز ۳۶۵ ناسوځېدلې، د انګلستان سر ليونارډ هوټون ۳۶۴، د سريلانکا سانت جی سوريا ۳۴۰، د پاکستان حنيف محمد ۳۳۷، د انګلستان والي هامونډ ۳۳۶ او د اسټراليا ډيويډ وارنر ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د يادولو ده چې اسټراليا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته په يوه پاڼۍ ماته ورکړې وه.