کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان بدې ورځې پیل شوې؛ استرالیا هم ورته بد زېری ورکړ

د پاکستان بدې ورځې پیل شوې؛ استرالیا هم ورته بد زېری ورکړ

وروسته له هغې چې د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ په پاکستان کې له کوربه لوبډلې سره لوبې لغوه اعلان کړې، یاد هېواد ته د استرالیا سفر هم شکمن ښکاري.

د استرالیا کرکټ بورډ ویاند ویلي دي، د نیوزیلېنډ له لورې د لوبلړۍ له لغوه کېدو وروسته موږ په ډېر ځیر سره حالاتو څارو او د معلومات په لاسته راوړلو سره به اړوند چارواکو سره اړیکه ونیسو.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ وړاندې د انګلستان کرکټ بورډ هم ویلي ول، چې دوی به د خپل سفر په اړه، چې په راتلونکې اکتوبر کې یې پاکستان ته لري، په ۴۸ ساعتونو کې پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د استرالیا لوبډله به د راتلونکې ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ او مارچ کې د پاکستان لوبډلې سره په یاد هېواد ته سفر ولري.

استرالیا د وروستي ځل لپاره په ۱۹۹۸ کال پاکستان ته تللې وه، خو اوس راپورونه وایۍ که چېرته انګلستان لوبډله هم پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړي، نو ورسره څنګ کې به استرالیا هم پاکستان ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه نه کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …