کورپاڼه / بېلا بېل / هغه اسلامي هېواد چې نجلۍ پکې په زوره پلار ته واده کېږي، خو اخر ولې؟ په وجه یې دلته پوه شئ
منډي قبیله ښځې

هغه اسلامي هېواد چې نجلۍ پکې په زوره پلار ته واده کېږي، خو اخر ولې؟ په وجه یې دلته پوه شئ

د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د لور او پلار واده ډېر له شرمه ډک کار ګڼل کېږي، هېڅ دین، کلتور او هېواد دې کار ته اجازه نه ورکوي، خو بنګله دېش هېواد چې لوی اکثریت یې مسلمانان دي، په دغه هېواد کې یوه سیمه داسې هم ده چې په یوه قبیله کې په زوره لور پلار ته واده کېږي.

بنګله دېش چې ۹۰.۴ وګړي یې مسلمانان دي، د (منډي) په نوم یوه قبیله په غرونو کې ژوند کوي، چېرته چې دغه کلتور یا رواج شتون لري او اوس هم خلک همدا کار کوي.

د راپورونو په وېنا، که یوه کونډه ښځه د بل واده ارمان لري، نو د هغې واده د قبیلې یا کورنۍ له یو کس سره کېږي او په ورته وخت کې د هغې د لور واده هم د هغې له نوي خاوند یا د هغې له نوي پلار سره کېږي.

د منډي قبیلې په وېنا، چې په دې کار سره د قبیلې نسل زیاتېږي او د دغه نجلۍ په مرسته به د دې قبیلې نسل پرمختګ وکړي، همدا راز شتمني به هم بل چېرته لاړه نه شي، ځکه که کونډه مړه شي، نو هر څه شتمني به یې لور ته پاتې شي.

د بنګله دېش یوې مجلې د همداسې یوې نجلۍ سره مرکه کړې ده، چې د مور د دویم واده پر مهال هغه خپل مېرني پلار ته واده شوه، هغه وخت د دغه نجلۍ عمر یوازې ۳ کاله و. اورلا دلبوت چې اوس ۳۰ کاله عمر لري او د خپلې مور د دویم خاوند څخه ۳ اولادونه هم لري، چې د مشر زوی یې ۱۴ کلن دی.

اورلا او د هغې مور لږه شان ځمکه لري چې د هغې له لارې د خپلې کورنۍ نفقه پوره کوي. هغه وايي، کله چې پېغله شوه او په دې خبره شوه چې د خپلې مور د دویم مېړه مېرمن هم ده، نو زړه یې غوښتل چې له دغه سیمې وتښتي، خو هغه په دې ونه توانېده او وروسته یې هر څه ته غاړه کېښوده.

د بنګله دېش د دغه قبیلې او د دوی په دغه جالب او نه منونکي کلتور باندې ډېرو نړیوالو رسنیو هم لیکنې کړې دي، خو ویل کېږي چې د بنګله دېش حکومت تراوسه پورې په رسمي ډول د دې کار د مخنیوي لپاره کومه هڅه نه ده کړې.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …