کورپاڼه / بېلا بېل / ملاله یوسفزۍ: زه به له هغه چاسره واده کوم چې د شاه رخ خان په څېر…
ملاله یوسفزۍ او شاه رخ خان

ملاله یوسفزۍ: زه به له هغه چاسره واده کوم چې د شاه رخ خان په څېر…

د نوبیل نړیوالې جایزې ګټونکې کم عمره پښتنه نجلۍ ملاله یوسفزۍ څخه چې کله د هغې نه د واده په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې داسې ځواب ورکړ، چې د شاه رخ خان په څېر ښایسته هلک سره به واده کوي.

ملاله یوسفزۍ له یوې نړیوالې رسنۍ سره مرکه کوله، کله چې ترې د واده په اړه پوښتنه وشوه، چې ستاسې په هېواد کې تر ډېره پورې د یو خاص عمر نه وروسته مور و پلار په خپل اولاد د واده کولو فشار راوړي، نو ایا ستا والدین هم داسې کوي؟

ملالې یوسفزۍ ورته په ځواب کې وویل، چې په ټوکو کې خو ورته ویل کېږي خو کله هم ورته د والدینو له خوا به سنجیدګۍ سره داسې کومه خبره نه ده شوې. هغه زیاتوي، هغوی ته معلومه ده چې زه اوس واده کول نه غواړم.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې له کوم ډول کس سره واده کول غواړي؟ ملالې یوسفزۍ وویل، چې د یو داسې کس سره چې مثبت فکر لري او د نورو خیال ساتي او باید چې د شاه رخ خان په څېر ښایسته هم وي.

د شاه رخ خان له نوم اخیستو وروسته ورته خبریال په خندا کې وویل، چې لازمي ده چې د شاه رخ خان په څېر دې ښایسته وي، نو ملالې ورته بیا په خندا کې ځواب ورکړ او ورته یې وویل، چې نه، هسې ټوکې مې کولې.

دا هم ولولئ

پاکستانی ملا: الکولو کې چې ماهي واچوې نو هغه حلال شي

د پاکستان یو مشهور مولانا صلاح الدین ایوبي چې د جمعیت علما اسلام ګوند له …