کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان د (بګ باس) راتلونکې خپرونې لپاره ۳.۵ میلیارده روپۍ اخلي

سلمان خان د (بګ باس) راتلونکې خپرونې لپاره ۳.۵ میلیارده روپۍ اخلي

د بالي ووډ فلمونو مشهور او نامتو اداکار سلمان خان د راتلونکې مشهورې خپرونې (بګ باس) د ۱۵م پړاو لپاره خپلې پېسې زیاتې کړې دي او ویل کېږي چې د دې خپرونې کولو په بدل کې به ۳.۵ میلیارده روپۍ واخلي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، سلمان خان چې له تېرو ۱۱ پړاوونو راهیسې د بګ باس کوربه توب کوي، د ۱۵م پړاو کوربه به هم وي. دا نوی پړاو به د اکتوبر په میاشت کې پیل شي او سلمان خان هم دا ځل خپل فیس یو په دوه کړی دی.

د سلمان خان شهرت او د هغه ځانګړی انداز هغه څه دي چې د بګ باس خپرونه یې دومره مشهوره کړې ده، که څه هم په دې خپرونه کې د ګډونوالو له امله هم دا مشهوره ده، خو سلمان خان ورته یو ځانګړی شناخت ورکړی دی او همدا لامل دی چې د دغه خپرونې جوړونکي سلمان خان ته هر څومره پېسو ورکولو ته راضي کېږي.

څه وخت مخکې په یو راپور کې ویل شوي و، چې سلمان خان د څلورم پړاو څخه تر شپږم پړاو پورې د یوې برخې ۲۵ میلیونه روپۍ اخیستې، چې د اووم پړاو لپاره یې بیا خپل فیس ۵۰ میلیونه ته پورته کړ.

همدا راز د ۱۳م پړاو لپاره هغه د یوې اونۍ په بدل کې ۱۳ کروړه یا ۱۳۰ میلیونه روپۍ اخیستې، خو اوس تازه ویل کېږي چې په ۱۵م پړاو کې به هغه ته د ۱۴ اونیو لپاره ۳۵۰ کروړه یا ۳.۵ میلیارده هندي روپۍ ورکړل شي. یعنې هغه ته به په یوه اونۍ کې ۲۵ کروړه یا ۲۵۰ میلیونه روپۍ ورکول کېږي. د یادولو ده چې هغه په اونۍ کې یوازې دوه ورځې په دې خپرونه کې کار کوي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …