کورپاڼه / هنر او کلتور / مژده جمالزاده د ا.ا یو بندېز ته سخت غبرګون ښکاره کړ
مژده جمالزاده

مژده جمالزاده د ا.ا یو بندېز ته سخت غبرګون ښکاره کړ

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځینه حقونو مدافع مژده جمالزاده د ا.ا ته یو بندېز ته سخت غبرګون ښکاره کړی دی او ویلي یې دي چې له دې وروسته به د دوی له ضده دا ډول کار کوي.

مژده جمالزاده په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې یو عکس خپور کړی دی، چې یوازې د بدن لاندې نیمايي برخه یې پکې لیدل کېږي او تر زنګانه پورې یې سپينې جرابې اچولي دي.

هغې له دې عکس سره په کیپشن کې لیکلي دي، چې اورېدلي یې دي چې ا.ا په سپینو جرابو بندېز لګولی دی، زه فکر کوم چې له دې وروسته به نور سپینې جرابې اغوندم.

د مژده جمالزاده دې عکس ته ډېرو خلکو غبرګون ښکاره کړی دی او یو شمېر کسانو ترې په کمنټونو کې غوښتنه کړې ده چې افغانستان ته دې راشي او دلته دې بیا سپینې جرابې اغوندي.

د یادولو وړ ده چې مژده جمالزاده بهر ژوند کوي او په ډېرو احتجاجونو کې هم برخه اخلي، خو په هغې له دې امله هم نیوکې کېږي، چې په مظاهرو کې د افغانستان د بېرغ نه زیات د یوې خاصې ډلې بېرغ پورته کوي.

دا هم ولولئ

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام …