کورپاڼه / اسلام / علي رضي الله عنه د بې وفا ښځې کومې نښې، نښانې ښودلي دي؟

علي رضي الله عنه د بې وفا ښځې کومې نښې، نښانې ښودلي دي؟

د حضرت علي (رض) څنګ ته یو شخص راغی او ورته یې وویل چې زه له یو چاسره مینه لرم او غواړم واده ورسره وکړم، خو زما په ذهن کې یوه پوښتنه ده، آیا هغه زما لپاره وفاداره ثابتېدلی شي. حضرت علي (رض) ورته وفرمایل، هغه میرمن چې د خپلو والدینو سپکاوی کوي، د استاد درناوی نه کوي او له کور څخه شکایتونه کوي، نو پوه شه چې هغه میرمن یوه ښه میرمن نه شي ثابتېدلی.

ښځې ته په عربي کې عورت ځکه وایي چې ښځه باید هر څه پټ وساتي که چېرته ښځه د خپل کور نیمګړتیاوې بیانوي نو پوه شئ چې هغه ستاسو نیمګړتیاوې هم خلکو ته بیانوي. هغه شخص علي (رض) ته وویل چې ماته یوه داسې دعا وښایه چې په لوستو یې انسان ښکاره شي.

حضرت علي ورته وفرمایل، چې د ځمکې پرمخ ترټولو ناوړه عمل دروغ دي او د ټولو ګناهونو بنسټ هم دی، نو هغه میرمن چې دروغ وایي، دوکه کوي، منافقت ورپکې وي، هغه له هیچا سره وفا نه کوي. په دې اړه یو واقعه هم ده. یوه ورځ علي (رض) ناست و، چې یو فقیر ورته راغی.

فقیر وویل د الله په نوم یو څه راکړه، علي (رض) خپل زوی حسن (رض) کور ته ولېږه او ورته یې وویل کور ته لاړ شه او خپلې مور نه پوښتنه وکړه چې کور څه شته؟ مور یې ورته وویل شپږ درهم دی. حسن (رض) علي (رض) ته راغی او ویې ویل په کور کې شپږ درهم دی. هغه ورته وویل لاړ شه او هغه شپږ درهم راوړه.

مور یې ورته وویل چې پلار ته دې ووایه چې له دې پرته کور کې هیڅ هم نشته، د خوراک بندوست هم پکار دی او شپږ درهم یې هم ورکړل. حسن (رض) ټوله کیسه خپل پلار ته وکړه او هغه ورته وویل چې په الله تعالی توکل کوه او ټول درهم یې فقیر ته ورکړل او وروسته بهر ووت ترڅو د شپې ډوډۍ بندوبست وکړي نو بهر یې ولېدل چې یو یهودي اوښ خرڅوي.

حضرت علي ورنه پوښتنه وکړه چې د اوښ قیمت څومره دی؟ هغه ورته وویل په نغدو یو شل درهمه او که څو ورځې وروسته یې راکوې نو یو څلویښت درهمه. حضرت علي ورته وفرمایل چې په یو څلویښت درهمه زما شو پنځه ورځې وروسته به یې قیمت درکړم. اوښ یې د بازار په لور روان کړ ترڅو خرڅ یې کړي او د خوراک لپاره بندوبست وکړي، نو هلته خلک راټول شول چې پر اوښ بولي ولګوي.

لکه څنګه چې اوښ ډېر ښکلی او ښه نو له بولي یې له سلو پیل شوه او په دوه سوه درهمو پای ته ورسېده او په دوه سوه درهم یې خرڅ کړ او کله چې بېرته کور ته ستنېده نو هغه یهودي ته یې یو سلو څلویښت درهم ورکړل. یهودي ورته وویل که نن دې روپۍ راکولې نو په یو سلو شل درهم به دې اخیستی و.

خو علي (رض) ورته وویل چې په یو سلو څلویښت درهمه مو خبره کړې او یو څلویښت درهمه دې واخله. له هغې وروسته کور ته لاړ او حضرت فاطمې ته شپېته درهم ورکړل، چې هغه یې په لېدو حیرانه شوه او ویې ویل تاخو هغه درهم فقیر ته ورکړل دا دې له کومه کړل؟ حضرت علي ورته وویل تا قران نه دی لوستی په قران کې لیکل شوي رزق ورکونکی الله تعالی دی.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …