کورپاڼه / اسلام / هغه میرمنې چې دا ډول نښې، نښانې لري، هغه بابرکت وي او کور ته مینه او محبت راولي

هغه میرمنې چې دا ډول نښې، نښانې لري، هغه بابرکت وي او کور ته مینه او محبت راولي

حضرت عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمایلي: په کومو ښځو کې چې دا ډول نښې، نښانې وي نو هغه به ډېر بابرکت وي. لومړۍ نښه: چې رشته لېږل او منل یې آسانه وي. دویمه نښه: مهر یې آسانه وي. دریم: د ماشوم زېږون یې آسانه وي. نو دا ډول میرمنې بابرکت وي او کور ته مینه او محبت راولي.

یوه میرمن د کوم کار لپاره له کوره ووته، نو له کوره بهر یې درې تنه نابلده ناست کسان ولېدل، ښځې ورته وویل چې تاسې خو نه پېژنم خو فکر کوم وږي یاست، دننه راشئ زه به ډوډۍ درکړم، هغوی ورته وویل چې د کور څښتن شته.

ښځې وویل نه هغه کور کې نشته، نو هغوی وویل چې موږ هم نه دننه کېږو. کله چې د شپې د ښځې خاوند راغی نو هغې ورته ټوله کیسه وکړه. هغه ورته وویل چې دننه یې راوله. کله چې ښځې هغوی ته وویل چې راځئ نو هغوی ورته وویل موږ درې واړه یو ځای نشو ننوتلی.

ښځې پوښتنه وکړه ولې؟ یو تن ورته وویل چې دده نوم مال یا شتمني دی، د هغه نوم بریا یا بریالیتوب دی او د هغه بل نوم محبت دی او ښځې ته وویل چې لاړه شه خاوند سره دې مشوره وکړه چې کوم یو کور ته دننه شو.

ښځې خاوند ته ټوله کیسه وکړه، هغه په خوښۍ سره وویل که چېرته داسې کیسه وي نو مال یا شتمني راغواړو، خو ښځې ورسره ونه منله او هغې ویل چې بریا راغواړو، کله چې انګور په یو کونج کې دا خبرې واورېدې او نو نظر یې ورکړ چې ولې محبت نه راغواړو چې کور مو له مینې ډک شي. سړي د انګور خبره خوښه کړه او ویې ویل لاړه شه او محبت راوله.

ښځه بهر ووته او ویې ویل چې په تاسو کې محبت څوک دی، هغه دې موږ ته د میلمه پالنې ویاړ راوبخښي، کله چې میرمنې محبت له ځان سره روان کړ نو دواړه ملګري هم ورپسې شول، ښځه حیرانه شوه او مال او بریالیتوب ته یې وویل ما خو یوازې محبت ته بلنه ورکړې وه، تاسې دواړه ورسره ولې روان یئ؟

هغوی دواړو ځواب ورکړ که چېرته تا مال یا بریا ته بلنه ورکړې وه نو موږ به بهر ولاړ وو، خو تا چې محبت ته دعوت ورکړ نو موږ هم ورسره یو، چېرته چې محبت وي هلته به مال او بریا هم وي. نو هڅه وکړئ چې د خپلو، خپلوانو زړونو کې محبت پیدا کړئ او د یو بریالي شخصیت څښتنان شئ.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …