کورپاڼه / روغتيا / آیا د ذهني فشار سره مخ یاست؟ په دې لارښوونو عمل وکړئ

آیا د ذهني فشار سره مخ یاست؟ په دې لارښوونو عمل وکړئ

امریکایي ارواپوهانو د دماغي ناروغیو متخصصینو د عصبي سکون او ځواک لپاره یو څو لارښوونې کړي چې په مرسته یې له ذهني فشار څخه ځان ژغورلی شو او د یو مثبت ژوند پر لور ګامزن کېدلی شو.

ارواپوهانو ویلي چې خلک باید خپل ځانته مثبتې، خندونکې او ښکلې جملې ووایي، ځکه په دې سره پیاوړی او هیله مند کېدلی شي، که چېرته تاسې خپله ځانته ډاډ نشئ ورکولی نو یو داسې ملګري سره پاتې شئ چې ډاډ درکړي.

دوی وایي چې د ورځ په پیل کې د ځان او کورنۍ لپاره د ورځې پای مثبته وګڼئ، چې په دې سره به نه یوازې دماغ مثبت فکر ته وهڅېږي بلکې پر بدن کې هم اغېز پرېوځي. دغه راز ځینې وختونه له ستونزو او ننګونو ګټه پورته کړئ، یعنې له منفي احساساتو مثبته ګټه واخلئ.

ارواپوهانو زیاته کړې ده، له بې شمېر څېړنو موندل شوې چې شنه ځایونه، ونې او آرامه چاپیریال اغېزې تر څو اوونیو پورې، نو هڅه وکړئ چاپیریال ته نږدې شئ او ترڅنګ یې نوې تجربې وکړې یعنې وړیا انلاین درسونه ورکړئ او په ورزش کې برخه واخلئ.

دغه راز دا یې هم ویلي دي چې ډېر شمېر کسان په ځینو حالاتو کې سخت اندیښمن کېږي، نو په دې صورت هغوی لره بویه چې د کورنۍ غړو یا ملګرو سره اړیکه ونیسي، ترڅو هغوی تسلي درکړي او دا ډول په ځان باور ډېر کړئ.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …