کورپاڼه / روغتيا / د غاښونو د چینجن کېدو لاملونه او درملنه یې

د غاښونو د چینجن کېدو لاملونه او درملنه یې

د غاښونو چینجن کېدل د یو مرکب په سبب وي، چې دا په هر عمر کې یعنې په ماشوم، ځوان او زوړ کې عام وي. که چېرته د غاښ د چیجن کېدو غم ونه خوړل شي نو د سخت درد او د غاښونو د ماتېدو سبب کېږي.

کله چې ډوډۍ خورو نو کوچنۍ ټوټې یې زموږ په غاښونو کې نښلي، چې بیا ورسره بکتریا یوځای کېږي او په غاښونو خیره راټولېږي، چې د مخنیوي لپاره د شپې له خوب وړاندې او د سباناري وروسته غاښونه برش کول او سهار وختي د غړغړې کول اړین وي.

د غاښونو چینجن کېدل بې شمېره نښې، نښانې لري، نو که چېرته لږ فکر پرې وشي نو پوهېږو چې غاښونو مو چینجن دي. که چېرته د خوراک پرمهال مو په غاښونو کې ګرموالی یا سوړوالی احساس نو دا د چینجن کېدو نښه ده.

که چېرته د خوږو شیانو په خوړلو مو عجیب احساس وکړ نو پوه شئ چې غاښونو مو خرابېږي او ترڅنګ یې که چېرته د غاښ درد لرئ نو پوه شئ چې غاښونه مو چینجن کېږي.

داغه راز د غاښونو داغجن کېدل یا په غاښونو کې سپینوالی پیدا کېدل هم د چینجن کېدو له نښو څخه ګڼل کېږي او که چېرته مو غاښونو سوری پیدا کړ نو سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …