کورپاڼه / جالب / د یوې روپۍ سکه په سل میلونه روپیو لیلام شوه، خو آخر ولې؟

د یوې روپۍ سکه په سل میلونه روپیو لیلام شوه، خو آخر ولې؟

په نړۍ کې په ډېر شمېر داسې کسان هم شته چې هغوی زړې سکې او پخواني نوټونه له ځان سره ساتي او لېونۍ مینه یې لري او ددې کار لپاره چې زړې سکې او نوټونه واخلي، ډېر روپۍ هم مصرفوي.

د راپور پر اساس ویل کېږي چې په هند کې د یوې روپۍ نایابه سکه، د انلاین لیلامۍ پرمهال په سل میلونه روپۍ وپلورل شوه او دا چې دغه سکه ولې په میلونونه روپۍ لیلام شوه، د هغې لامل هم څرګند شو.

هندي رسنۍ وایي چې د یوې روپۍ دغه سکه په دې وروستیو کې په سل میلونه روپیو لیلام شو او په دومره لوړه بیه یې د لیلام لامل دادی چې د بریتانیې د امپراتورۍ پرمهال په ۱۸۸۵ کال چلېده.

په هند کې داسې ډېر ویبپاڼې دي چې پخوانۍ سکې لیلاموي. د یادې ویبپاڼې اداره وایي چې یو شخص کولی چې خپل بنسټیز معلومات ولیکي بیا دې له اړوند شخص سره اړیکه ونیسي او بولي دې ووهي.

د یادولو وړ ده چې په تېرو ورځو کې په بریتانیې کې د یو پونډ سکه په ۲۰۵ پونډه لیلام شوې وه او په جون میاشت کې یوه امریکایي سکه په ۱۸.۹ میلونه ډالر لیلام شوې وه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …