کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې له ۱۲ کلونو راهیسې په ورځني یوازې ۳۰ دقیقې خوب کوي

هغه شخص چې له ۱۲ کلونو راهیسې په ورځني یوازې ۳۰ دقیقې خوب کوي

په جاپان کې یو شخص ادعا کوي چې هغه له تېرو دولسو کلونو راهیسې په ورځني ډول یوازې دیرش دقیقې خوب کوي، یعنې په شپه او ورځ کې نیم ساعت خوب کوي خو بیاهم صحت او پیاوړی دی.

دغه شخص ډاییسوکی هوري نومېږي او شپږ دیرش کلن دی، هغه وایي له کله راهیسې یې چې ورځنی خوب کم کړی، له هماغه وخته په ډېرې سختۍ د ستړیا احساس کوي. نوموړی د یوې داسې ادارې رییس دی چې سلګونه کسانو ته د لږ خوب کولو تخنیک زده کوي.

هغه دا کار ځکه کوي ترڅو هغوی هم ددې په څېر د یوه ښه ژوند څښتنان شي. هغه ویلي چې په ورځ کې شپاړس ساعت د هغه لپاره بسنه نه کوله او له بېلابېلو تجربو وروسته یې له اتو ساعتونو دیرش دقیقو ته د خوب وخت راوست.

هوري یو مشهور تلویزون ته بلنه ورکړه چې د هغه کارونه تر دریو ورځو وارزوي، هماغه و چې هغه سهار اته بجې پورته شو، جیم ته لاړ، مطالعه یې وکړ، لیکل یې وکړل، خلکو سره لېدنې وکړې، بیا د شپې دوه بجې وېده شو، خو له شپږویشت دقیقو وروسته پرته له الارام څخه راپورته شو.

نوموړي ویلي چې له څو کلونو هڅو وروسته یې خوب کم کړی، خو اوس خلک دا نه باوروي چې هغه یوازې نیم ساعت خوب کوي او بل لوري روغتیاپالان د ۶، ۷ یا ۸ ساعتونو خوب لارښوونه کوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …