کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / ایپل شرکت د آیفون پخواني ماډل موبایلونو قیمت ارزانه کړ

ایپل شرکت د آیفون پخواني ماډل موبایلونو قیمت ارزانه کړ

د ایپل یا د آیفون موبایلونو شرکت سږ کال د خپلو کاروونکو لپاره یو ښه زېری ورکړی او د آیفون موبایلونو په قیمت کې یې تر سلو ډالرو پورې کمښت راوست.

د ایپل له دې کار وروسته د آیفون مینوالو لپاره د یادو موبایلونو اخیستل آسانه شوي دي. یاد شرکت د سپتمبر په ۱۴مه د آیفون۱۳ مني، آیفون۱۳، آیفون۱۳ پرو او آیفون۱۳ پرو میکس له وړاندې کولو وروسته په زړو ماډلونو کې کمښت راوست.

د آیفون۱۲ مني، آیفون۱۲ او آیفون۱۱ موبایلونو په قیمتونو کې سل ډالر کمښت راوستی او اوس به آیفون۱۲مني په ۵۹۹، آیفون۱۲ په ۶۹۹ او آیفون۱۱ به په ۴۹۹ ډالرو سره ترلاسه کېږي.

دغه راز د ایپل له لورې د آیفون۱۲ پرو او آیفون۱۲ پرو میکس د ختمولو پرېکړه شوې ده. اوس به په پخوانیو آیفون موبایلونو کې د آی او ایس۱۵ اپریټینګ سیستم به تاسې پخپله په آسانۍ سره اپډیټ کولی شئ.

د یادولو وړ ده چې د آیفون۱۳ مني هغه موبایلونه چې د ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکې وي، په ۶۹۹ ډالر او د آیفون۱۳ د ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکې موبایلونه په ۷۹۹ ډالر د سپتمبر له ۲۰مې وروسته خرڅلاو ته وړاندې کېږي.