کورپاڼه / روغتيا / که چېرته مو پښې سخت درد کوي نو لامل یې یوازې یوریک اسید نه دی

که چېرته مو پښې سخت درد کوي نو لامل یې یوازې یوریک اسید نه دی

د عمر په ډېرېدو سره د انسان د بدن غړي کار پرېږدي. کوم سفر چې په ځوانۍ کې په خندا سره کوو هغه سفر په زړښت کې ستونزمن وي. ځینې کسان په پښو کې د درد لامل د یوریک اسید ډېرېدل ګڼي، خو اوس نوې څېړنې وایي چې د پښو درد بنسټیز لامل د کلیسترولو ډېرېدل دي.

په عام ډول ویل کېږي چې د کلیسترولو ډېرېدل د زړه لپاره خطرناک وي او د وینې فشار هم ډېروي، خو اوس یوه څېړنه وایي چې د کلیسترولو ډېرېدل په پښو کې د درد لامل کېږي.

کله چې په وینه کې کلیسترول ډېر شي نو د زړه په شریانونو یې اغېز پرېوځي او د وینې جریان اغېزمنوي او پښو ته وینه نه رسېږي او د پښو د سوخت سبب کېږي. دغه راز پوستکی سپور او چادوي او د همدې کلیسترولو په سبب د شپې خوب اغېزمنېږي.

هغه کسان چې کلیسترول یې ډېر وي د هغوی زخم هم د شکر د ناروغانو په څېر نه ښه کېږي او بیا-بیا ځلې تازه کېږي او ترڅنګ یې د کلیسترولو په ډېرېدو سره رګونه یا پړسېږي یا تنګېږي، چې په همدې سبب تر پښو پورې وینه نه رسېږي او په درد کېږي. دا ډول کسان نه ډېر درېدلی شي او نه ډېر تګ کولی شي.

ځینې وختونه هغه کسان چې د کلیسترول کچه یې ډېره وي هغوی پخپله درملنه کې بې پروایي کوي او دا فکر هم نه کوي چې کلیسترولو په سبب یې پښې اغېزمنې شوي او په دې صورت کې د پښو نسجونه کمېږي او بالاخره د فلج لامل کېږي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …