کورپاڼه / اسلام / آیا د تصویر لرونکې شرټ یا لباس سره لمونځ کېږي؟

آیا د تصویر لرونکې شرټ یا لباس سره لمونځ کېږي؟

ښایي د ډېرو په ذهنونو کې به دا پوښتنه کړي چې آیا د عکس لرونکو جامو یا شرټ په اغوستلو سره لمونځ کېږي. په بخاري شریف کې په ۳۷۴ نمبر حدیث شریف راځي، چې حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها روایت کړی او دا مسئله یې راپورته کړې.

ډېر شمېر شرټونه به مو لېدلي وي چې په هغې تصویر څرګندېږي، که چېرته تصویر د یوه ساکښ شي نه وي د بېلګې په توګه د غره، ونې یا تیږي تصویر وي، نو لمونځ ورسره بالکل جایز دی، هیڅ ستونزه نشته.

که چېرته تصویر د یو ساکښ شي وي او تصویر هم څرګند وي نو لمونځ مکروه تحریمي کېږي، یعنې لمونځ کېږي خو سخت مکروه دی. ښایي لمونځ مو ادا شي خو ثواب به نه درسېږي یابه نیم ثواب ترلاسه کړئ.

له دې سربېره دا ډول جامو اغوستل نه یوازې لمونځ مکروه کوي، بلکې عام استعمال یې هم جایز نه دی او اجازه ورته نشته. خو که چېرته د هغې له پاسه بل بنیان واغوستل او هغه تصویر پټ کړل شي، نو بیا لمونځ کېږي هیڅ ستونزه نشته.

دغه راز که چېرته تصویر رنګ شي نو هغه ښکاره نه شي نو ستونزه نشته، خو که چېرته تصویر څرګند وي نو بیا وویل شي چې جایز نه ګڼل کېږي، نو الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې په دې مسئله ځان پوه کړو.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …