کورپاڼه / روغتيا / د الزایمر ناروغۍ په اړه مهم څېړنه شوې ده

د الزایمر ناروغۍ په اړه مهم څېړنه شوې ده

د الزایمر ناروغۍ په اړه یوازې دومره ویل کېږي چې ددې ناروغۍ لامل په دماغو کې جوړېدونکې پروټین (ایمیلایډز) دی، چې ورو-ورو دماغي حجرې ختموي.

خو اوس ساینسپوهانو ددې خطرناکې ناروغۍ ممکنه لامل معلوم کړی. استرالیایي څېړونکو موندلې ده چې د دماغو د خطرناکې ناروغۍ (الزایمر) سببونه په اصل کې له ځیګر څخه پېلېږي او له هماغه ځایه دماغو ته رسېږي.

البته دغه پروټین زموږ په ځیګر هم جوړېږي. په دې اړه یوه بدیله مفروضه دا هم ده چې ښایي په ځیګر کې جوړېدونکې ایمیلایډز په یو نه یو ډول زموږ دماغو ته رسېږي او د الزایمر ناروغۍ لامل کېږي، چې دې ته (ایمیلایډز هایپوتیسس) ویل کېږي، چې ثبوت یې نشته.

څېړونکې اوس هڅه کوي پر انسانانو څېړنې وکړي ترڅو پر انسانانو هم د ایمیلایډز مفروضه تایید کړي، که چېرته په انسانانو کې ثابته شي نو د الزایمر درملنه آسانه کېدلی شي.

د یادولو وړ ده چې په الزایمر ناروغۍ کې دماغ په تېزۍ سره حجرې له لاسه ورکوي او دماغ هم په تدریجي ډول تنګېږي او بالاخره دغه ناروغي د مړینې لامل کېږي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …