کورپاڼه / خبرونه / هند له نړیوال جام وروسته د نیوزیلېنډ، ویسټ انډیز، سریلانکا او سویلي افریقا کوربتوب کوي

هند له نړیوال جام وروسته د نیوزیلېنډ، ویسټ انډیز، سریلانکا او سویلي افریقا کوربتوب کوي

ټاکل شوې ده، چې له نړیوال جام وروسته به د نیوزیلېنډ، ویسټ انډیز، سریلانکا او سویلي افریقا لوبډلې په وار-وار هند ته سفر وکړي، که څه هم ددې لوبو مهالویش اعلان شوی، خو د سپتمبر په ۲۰مه نېټه به د یوې غونډې په ترڅ کې تایید شي.

نیوزیلېنډ به له هند سره درې شل اوریز او دوه ټیسټ، ویسټ انډیز به درې یوه ورځنۍ او شل اوریزې، سریلانکا به دوه ټیسټ او درې شل اوریزې او سویلي افریقا به له هند سره پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

هند د وروستۍ ځل لپاره د انګلستان پر وړاندې د لوبلړۍ کوربتوب وکړ او له هغې وروسته یې د آی پي ایل لیګ پیل کړ، چې د کرونا په سبب بیا وځنډېده. د یادو لوبو مهالویش په دې ډول دی:

هند د نیوزیلېنډ په وړاندې:

اوله شل اوریزه لوبه؛ نومبر ۱۷؛ جیپور کې.
دویمه شل اوریزه لوبه؛ نومبر ۱۹؛ رانچي.
دریمه شل اوریزه لوبه؛ نومبر ۲۱، کلکته.
اوله ټیسټ لوبه؛ نومبر ۲۵-۲۹؛ خانپور.
دویمه ټیسټ لوبه؛ دسمبر ۳-۷؛ ممبۍ.

هند د ویسټ انډیز پر وړاندې (۲۰۲۲):

اوله یوه ورځنۍ لوبه؛ فبروري ۶؛ احمدآباد.
دویمه یوه ورځنۍ لوبه؛ فبروري ۹؛ جیپور.
دریمه یوه ورځنۍ لوبه؛ فبروري ۱۲؛ کلکته.
اوله شل اوریزه لوبه؛ فبروري ۱۵؛ کتک.
دویمه شل اوریزه لوبه؛ فبروري ۱۸؛ وشاخپتنام.
دریمه شل اوریزه لوبه؛ فبروري ۲۰؛ تروندرم

هند د سریلانکا پر وړاندې (۲۰۲۲):

اوله ټیسټ لوبه؛ فبروري، مارچ ۲۵-۱؛ بېنګلور.
دویمه ټیسټ لوبه؛ مارچ ۵-۹؛ موهلي.
اوله شل اوریزه لوبه؛ مارچ ۱۳؛ موهلي.
دویمه شل اوریزه لوبه؛ مارچ ۱۵؛ دهرامسلا.
دریمه شل اوریزه لوبه؛ مارچ ۱۸؛ لکنو.

هند د سویلي افریقا پر وړاندې(۲۰۲۲):

اوله شل اوریزه لوبه؛ جون ۹؛ چینای.
دویمه شل اوریزه لوبه؛ جون ۱۲؛ بېنګلور.
دریمه شل اوریزه لوبه؛ جون ۱۴؛ ناګپور.
څلورمه شل اوریزه لوبه؛ جون ۱۵؛ راج کوټ.
پنځمه شل اوریزه لوبه؛ جون ۱۹؛ ډیلي.

دا هم ولولئ

محمد نبي ۱

محمد نبي یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي او د ملي لوبډلې کپتان محمد …