کورپاڼه / خبرونه / نیپال د عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

نیپال د عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د نیپال او عمان کرکټ لوبډلو ترمنځ په یوه ورځنۍ لوبه کې نیپال د عمان لوبډلې ته په اوو ویکټو او ۱۹۰ توپونو ستره ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه د نیپال لوبډلې وګټله او عمان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې جوړې کړې.

د عمان لوبډلې لپاره لوبډلمشر ذیشان مقصود ډېره ښه توپ وهنه وکړه او ۴۱ منډې یې وکړې. د نیپال لپاره کرن کی سي او سندیپ لمیچاني ښه توپ اچونه وکړه او څلور-څلور لوبغاړي یې وسوځول.

نیپال د ۱۲۳ منډو هدف په ۱۸.۲ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او عمان ته یې په اوو ویکټو او ۱۹۰ توپونو ستره ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د نیپال لپاره اصف شیخ ۴۰ او ګینیندرا مولا ۵۲ منډې وکړې. د عمان لپاره نیستور دهمبا دوه او کلیم الله یوه ویکټ ترلاسه کړه. ددې لوبې غوره لوبغاړی کرن وټاکل شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …