کورپاڼه / خبرونه / زمبابوې په دریمه شل اوریزه لوبه او لوبلړۍ کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه

زمبابوې په دریمه شل اوریزه لوبه او لوبلړۍ کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه

د سکاټلېنډ او زمبابوې ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو په دریمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې بریا ترلاسه کړه او لوبلړۍ یې د ۲-۱ پر وړاندې پخپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د سکاټلېنډ په کوربتوب ترسره شوه، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

د سکاټلېنډ لپاره په توپ وهنه کې جورج مونسي ۵۴، ریچي برینګټن ۴۴ او کالم میکلوډ ۳۹ منډې جوړې کړې. د زمبابوې لپاره لوک جانګوي دوه، ټنډی چیتارا او ریچارډ نیګروا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

زمبابوې د ۱۷۸ منډو هدف د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹.۱ اورونو کې پوره کړه او سکاټلېنډ لوبډلې ته په شپږ ویکټو او پنځو توپونو ماتې ورکړه.

د زمبابوې لپاره میلټن شومبا ډېره ښه توپ وهنه وکړه، هغه په ۲۹ توپونو ۶۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سکاټلېنډ لخوا مایکل لیسک دوه او السدایر ایونس یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …