کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز لوبډلې د ممبۍ انډینز لوبډلې ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

چینای سوپر کینګز لوبډلې د ممبۍ انډینز لوبډلې ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالۍ، چې د کرونا له امله ځنډېدلې وې، پاتې لوبې یې نن په عربي اماراتو کې پیل شوې، چې د ۲۰۲۱ کال د سیالیو په ۳۰مه لوبه کې چینای سوپر کینګز لوبډلې انډینز لوبډلې ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د سږني ای پي ایل لیګ ۳۰مه لوبه، چې په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د چینای لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه .

چینای په ټاکلو شلو اورونو کې د ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره د ۱۵۷ منډو هدف کېښود، چې له ډلې یې رتوراج ګیکواډ ۸۸ منډې وکړې. د ممبۍ لپاره ترینټ بولټ، ادم میلن او جسپریټ بومرا دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د ممبۍ انډینز لوبډلې د ۱۵۷ منډو هدف په ځواب کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۶ منډې وکړې او د ۱۹ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه، چې سورب تیواري ورته ښه توپ وهنه وکړه او ۵۰ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې. د چینای له لورې ډیون براوو درې، دیپک چاهار دوه، جوش هیزلووډ او شردل ټاکور او یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې سبا د سپتمبر پر ۱۹مه نېټه به د ای پي ایل لیګ په ۳۱مه لوبه کې کلکته نایټ رایډرز او ریالز چیلنجر بېنګلور لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …