خپلواک وېبپاڼه (۳۰ نومبر ۲۰۱۹): د اسټراليا مخکښ توپوهونکي نن د پاکستان پر وړاندې په لوبه کې د منډو جوړولو يو ۷۳ کلن پخوانی ريکارډ مات او نوی ريکارډ يې په خپل نوم کړ.
سټيو سميت چې د اسټراليا لوبډلې د مډل ارډر توپوهونکی دی، په ۶۹ ټېسټ لوبو او ۱۲۵ پاڼیو کې يې ۶۹۷۷ منډې کړې وې، چې د پاکستان پر وړاندې په دویمه ټېسټ لوبه او په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۳۶ منډې ترلاسه کړې، چې په دې سره يې د ټېسټ لوبو منډې ۷۰۱۳ شوې او په دې سره يې د انګلستاني توپوهونکي والي هامونډ ۷۳ کلن ريکارډ مات کړ.
والي هامونډ په ۱۹۴۶ کال کې د هند پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې ۷۰۰۰ منډې پوره کړې او په دې سره يې په لږو پاڼيو کې د ۷۰۰۰ منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ، هغه ۷۰۰۰ منډې په ۱۳۱ ټېسټ لوبو پاڼيو کې جوړې کړې وې، چې دغه ريکارډ ۷۳ کاله وروسته سټيو سميت مات کړ او نوموړي په ۱۲۶ منډو کې ۷۰۰۰ منډې جوړې کړې.
سټيو سميت چې د اسټراليا لپاره يې په ۷۰ ټېسټ لوبو کې ګډون کړی دی، هغه ۱۲۶ پاڼۍ ترسره کړي دي او د پاکستان پر وړاندې په لوبه کې يې د ۷۰۰۰ منډو هدف پوره کړ او په دغه لړ کې لومړنی توپوهونکی شو.
په دغه ليسټ کې د هند ويريندر سهواګ دريم مقام لري چې په ۱۳۴ پاڼيو کې يې ۷۰۰۰ منډې پوره کړي، همدا راز د هند سچن ټنډولکر په ۱۳۶ پاڼيو، سر ګېري سوبرز، کمار سنګاکارا او ويراټ کوهلي بيا په ۱۳۸ پاڼيو کې دغه هدف ته ځان رسولی دی.
د يادولو ده چې اسټراليا د پاکستان پر وړاندې خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۸۹ منډې وکړې او ۳ لوبغاړي يې سوځېدلي و، چې خپله پاڼۍ يې ډيکلير کړه. همدا راز ډيويډ وارنر بيا د خپل کيرير تر ټولو ډېرې ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او يو بل ريکارډ يې په خپل نوم کړه.