کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکی راشد خان ۲۳ کلن شو

د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکی راشد خان ۲۳ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان نن ۲۳ کلن شو. هغه د ۱۹۹۸ کال د سپتمبر په ۲۰مه نېټه ننګرهار کې زېږېدلی دی او اوسمهال اى سي سي د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې دریم مقام لري.

راشد خان، چې د نړۍ په کچه يې ډېر ريکارډونه جوړ کړي دي، نه يوازې دا چې په کم عمر کې یې د ١٠٠ ويکټو اخيستلو ريکارډ جوړ کړى و، بلکې په شل اوريزو لوبو کې يې تر نورو لوبغاړو ژر او په کم عمر کې ٣٠٠ ويکټې هم پوره کړي دي.

راشد خان، چې اوسمهال د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى او څه موده وړاندې یې له لوبډلمشرۍ هم لاس واخیست.

هغه د ټېسټ لوبو تر ټولو کم عمره لوبډلمشر هم و چې لوبه یې وګټله، دغه راز د لوبډلمشر په حېث يې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې ١٠ ويکټې او ٥٠ منډې هم وکړې، چې دا ريکارډ يې هم جوړ کړ.

راشد خان د دې تر څنګ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې د يوه مهم لوبغاړي په توګه لوبېږي، يو خېريه بنسټ هم لري چې وخت نا وخت له هېوادوالو سره مرستې هم کوي.

راشد خان د افغانستان لپاره ۵ ټېسټ، ۷۴ نړيوالې يو ورځنۍ او ۵۱ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي په ټېسټ کې ۳۴، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ۱۴۰ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ۹۵ ويکټې اخيستې دي. دغه راز په شل اوريزو لوبو کې بيا هغه ۳۸۴ ويکټې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …