کورپاڼه / روغتيا / په سباناري کې د هګیو استعمال حیرانوونکې ګټې

په سباناري کې د هګیو استعمال حیرانوونکې ګټې

هګۍ له پخوا وختونو راهیسې د غذا یوه بنسټیزه برخه ده او دا چې موږ یې په پرلپسې ډول پخپلو خوراکونو کې استعمالوو نو لامل یې د روغتیا اړوند د ډېرو زیاتو ګټو لرل دي او په ایشېدلې هګۍ کې پروټین، کلسیم، څو ډوله ویټامین او غذایي توکي وي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې هګۍ د پروټین یوه ښه ذریعه ده او ترڅنګ ښه غوړ هم لري او د مهمو غذایي توکو ویټامین بي۶، ویټامین بي۱۲ او ویټامین ډي یوه ښه ذریعه هم ده.

د هګیو خوراک د وینې ښه کلیسترول ډېروي او هغه څوک چې د ښو کلیسترولو کچه یې لوړه وي، په هغوی کې د زړه ناروغیو، فلج او نورو ستونزو سبب کېږي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې تر یوې اوونۍ پورې د ورځې دوه هګۍ خوړل لس سلنه ښه کلیسترول ډېروي.

دغه راز د هګیو په ژېړو کې د لوټین او زیکسینتین په نوم مادې وي چې د سترګو روغتیا ته ګټور وي او د ویټامین ای کچه یې هم ډېره ده، چې د سترګو د روغتیا لپاره ګټور وي.

په هګیو کې د کولین په نوم یو اړین غذایي توکی وي چې دماغو ته وده ورکوي او متحرک یې ساتي او حافظه هم ښه کوي. دغه راز که چېرته په ورځیني ډول تر ډېره وخته استعمال شي نو وزن کموي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …