کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ خپلو کاروونکو ته نوس زېری واوروو

وټساپ خپلو کاروونکو ته نوس زېری واوروو

د پیغام رسونې په نړۍ کې ترټولو مخکښ اپلیکیشن وټساپ د ګوګل بیټا پروګرام لاندې یوه ډېره مهمه او ګټوره ځانګړنه معرفي کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې وټساپ په تجربوي ډول د انلاین کاروبار کوونکو لپاره په بزنس یا سوداګریز اپلیکیشن کې یوه نوې ځانګړنه اضافه کړې، چې په مرسته یې د لومړي ځل لپاره د کوم کاروبار په اړه په اپلیکیشن کې دننه د تولید او خدمتونو د لټون اسانتیا رامنځته کړې.

د نوو خدمتونو په اړه د فیسبوک د بزنس پیغام رسونې مرستیال مشر میټ ایډیما ویلي د فیسبوک او انستاګرام په ډول په وټساپ اپلیکیشن کې هم اعلانات نه وي او د سوداګرو ددې ستونزو په نظر کې نېولو سره دغه ځانګړنه معرفي شوې ده.

د وټساپ شرکت دغه ځانګړنه د خپلو کاروونکو لپاره د ګوګل پلی بیټا پروګرام په ذریعه د اندراید په نوي اپډیټ کې (2.21.19.10) وړاندې کړې ده.

د یادولو وړ ده چې دغه ځانګړنه په ابتدایي ډول د برازیل په ساو پالو ښار کې ازمایل کېږي او په مرسته به یې استعمالونکي په اپلیکیشن کې دننه د دوکانونو په موندلو کې آسانتیا رامنځته کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …