کورپاڼه / خبرونه / قیس احمد د خپلې لوبډلې له ملګرو او ملاتړ کونکو څخه مننه کړې

قیس احمد د خپلې لوبډلې له ملګرو او ملاتړ کونکو څخه مننه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچونکی قیس احمد، چې د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ولوبېده او لوبډلې اتلولي خپله، وایي چې ددې لیګ اتلولي ګټل یې د خوب په څېر و او د خپلې لوبډلې له ملګرو او ملاتړ کونکو څخه مننه کړې.

افغان لوبغاړی قیس احمد د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې له کینټ لوبډلې سره لوبېده، چې ددې سیالیو پایلوبه یې وګټله او قیس احمد په دې لوبه کې دوه ویکټې ترلاسه کړې.

قیس احمد پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:(( انګلستان لیګ کې د لومړي ځل لپاره لوبې کول او اتلوالي ګټل زما لپاره یو خوب وو، زه د کینټ د ټولو مینوالو، زما د ټیم ټولو ملګرو او د ملاتړ کونکو څخه  مننه کوم.))

هغه دغه راز زیاته کړې ده:((زه به هیڅکله زما د ورور سیم بیلینګز ملاتړ هیر نه کړم، چې زه یې هر وخت تشویق کولم ډیره مننه.))

د یادولو وړ ده چې قیس احمد ددې لوبو په ۱۲ لوبو کې برخه اخیستې وه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې. دغه راز ددې لیګ غوره ویکټ اخیستونکی لوبغاړی نوین الحق و، چې په ۱۴ لوبو کې یې ۲۶ ویکټې ترلاسه کړې وې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …