کورپاڼه / خپلواک / افغان ۱۹ کلنو ځوانانو هندۍ لوبډله ماته کړه

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو هندۍ لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (۳۰ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او هند د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن د هند د لکنو ښار په ايکانا ب لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغان لوبډلې پکې په ۲ ويکټو بريا خپله کړه.
د لوبې په پيل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
د هند ۱۹ کلنو ځوانانو په ۴۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې يې ویکرانت بهاډوريا ۲۹ او کمار کشاګرا ۲۴ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې له لوري نور احمد ۳، عابد محمدي او شفيق الله غفاري ۲-۲، عبدالرحمان رحماني او اصف موسی زي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۵۸ منډو هدف افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په ۴۷.۳ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې يې په ۲ ويکټو بريا خپله کړه. د افغان لوبډلې له لوري اصف موسی زي ۴۲، عمران مير ۳۱ او شفيق الله غفاري ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د هند له لوري مانو سوټهار ۳ او شوبانګ هيګړی ۲ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه مانو سوټهار ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې د پنځه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ کې ۳ لوبې هند او ۲ لوبې افغانستان وګټلې، چې هند د ۳-۲ سره لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …