کورپاڼه / خبرونه / میک کلینګن، حفیظ ته: د نیوزیلېنډ لوبغاړي مه ملامتوه

میک کلینګن، حفیظ ته: د نیوزیلېنډ لوبغاړي مه ملامتوه

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي میچل میک کلینګن د پاکستاني لوبغاړي محمد حفیظ ټویټ ته غبرګون ښودلی دی.

د یادولو وړ ده چې محمد حفیظ د نېوزیلېنډ کرکټ بورډ د یو اړخیزې پرېکړې وروسته په یو ټویټ کې د نیوزیلېنډ پر لوبغاړو د طنز په بڼه وویل، د حیرانتیا خبره ده، هماغه لار، هماغه امنیت خو پرون خطر و او نن نشته.

محمد حفیظ د نېوزیلېنډ په لوبغاړو د طنز په بڼه دا هم لیکلي ول چې د پاکستان د پوځ مننه کوم، چې د نیوزیلېنډ لوبډله یې په خوندي ډول تر هوایي ډګره ورسوله.

د هغه په خبرو د نېوزیلېنډ چټک توپ اچونکي غبرګون وښود او ژر یې بېرته ډیليټ کړ. میچل میک کلینګن په ټویټ کې ویلي ول چې د سفر لغوه کول د نیوزیلېنډ د حکومت کار و د لوبغاړو نه و.

هغه زیاته کړې چې حکومت یې پر هغه مشورو عمل کړی چې هغوی ترلاسه کړي. هغه وایي چې لوبغاړې نه دي ملامت هغوی لوبېدل غوښته، خو هیڅ چاره یې نه لرله.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …