کورپاڼه / خبرونه / حامد شینواری: زه له خپلې دندې د ګوښه کېدو په وجه پوه نشوم

حامد شینواری: زه له خپلې دندې د ګوښه کېدو په وجه پوه نشوم

ډاکتر حامد شینواری، چې پر رسنیو یې د کرکټ بورډ له اجراییه ریاست څخه د ګوښه کېدو راپورونه خپرېږي، وایي چې له دندې د ګوښه کېدو په لامل نه پوهېږي.

ډاکتر حامد شینواري پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي:((نن ښاغلي انس ح.قاني کرکټ بورډ ته تشريف راوړی و، ماته يې په شفاهي ډول وويل چې د کرکټ بورډ د اجرايوي رييس په توګه ستاسې دنده ختمه ده.))

حامد شینواری چې د کرکټ بورډ ادارې یو غوره او مسلکي شخص و، زیاته کړې ده:((د نصيب الله ح.قاني په نامه يو ځوان يې د اجرايوي رييس په توګه مقرر کړ.ما زما د ګوښه کيدو په اړه د رسمي حکم/فرمان پوښتنه وکړه خو ترلاسه مې نکړ.))

نوموړی ویلي دي:((زه د کرکټ بورډ اجرايوي رياست ته د يوې شفافې پروسې په پايله کې انتخاب شوی وم خو د ګوښه کیدو په وجه پوه نشوم.))

د یادولو وړ ده چې په کرکټ بورډ کې د سرپرست رییس عزیزالله فضلي او حامد شینواري ترمنځ مخالفتونو له ډېر وخت راهیسې راروان ول او ښایي چې دا کار هم د فضلي وي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …