کورپاڼه / خبرونه / د افغان ښځینه کراټې ملي لوبډله هم له هېواده وتلو اړ شوې ده

د افغان ښځینه کراټې ملي لوبډله هم له هېواده وتلو اړ شوې ده

د افغان میرمنو د کراټې ملې لوبډلې ځینې غړي له هېواد وتلو ته مجبوري شوي او یو شمیر ریفرانو او د افغانستان د کراټې ملي فدراسیون د میرمنو کمیټې رییس د هغو کسانو په ډله کې ول، چې د سپټمبر په ۱۵مه هېواد پرېښود او پاکستان ته لاړل.

د افغان میرمنو د کراټې ملې لوبډلې ریفري فاطمه اعتمادي د اطلاعات روز ورځپانې ته ویلي، چې دوی وروسته له هغې چې ط..ال..بانو د ښځو او انجونو ورزش د اسلامي ارزښتونو خلاف اعلان کړل او بندیز یې پرې ولګاوه، نو پرېکړه یې وکړه چې هېواد پرېږدي.

هغې ویلي چې د ط..ال..بانو له لورې د ښځو ورزش منع کول د بشري ارزښتونو، نړیوال قانون او د ښځو د حقوقو خلاف دی او په هیڅ اسلامي هېواد کې دا ډول محدودیت او تبعیضي چلند شتون نه لري.

اعتمادي یادې ویبپاڼې ته ویلي دي، چې افغانې ښځینه لوبغاړې په پاکستان کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه اندیښنه لري او هیله یې څرګنده کړې چې لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.

نوموړې په نړیوالې ټولنې، د ښځو د حقوقو پر ټولنې او د ورزش نړیوالې ټولنې، چې د المپیک نړیواله کمېټه هم پکې شامله ده، غږ کړی ترڅو د هغوی ملاتړ وکړي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …