کورپاڼه / بېلا بېل / ښځې د خاوند پنځه ډوله چلندونه ډېر خوښوي

ښځې د خاوند پنځه ډوله چلندونه ډېر خوښوي

په بشپړ باور یې درته وایم که چېرته د شپې له وېده کېدو وړاندې خپله میرمن په تندي ښکل کړئ، نو هغه به ستاسو په مینه کې آرامه وېده شي. په تندي ښکلول عقیدت پیدا کوي.

دغه راز میرمنې دننه سکون او اطمینان حس کوي، وېره نه احساسوي، ځان خوندي ګڼي، که میرمن هر څومره غوسه وي په تندي یې ښکل کړئ نو پخلا کېږي.

کله چې له کوره وځئ نو میرمن مو پر تندي ښکل کړئ، هغوی به د آرام، خوندیتوب او مینې احساس وکړي. هڅه وکړئ چې یوځای له میرمن سره ډوډۍ وخورئ. که چېرته دا کار وکړئ نو یو وخت به داسې وي چې تاسو به کور ته ناوخته راځئ او میرمن به مو وږي وېده وي او له تاسو پرته به کپ هم نه کوي.

میرمنې ته پخپلو لاسونو ډوډۍ ورکړئ، ځکه دا ډول عمل د میرمنې او خاوند ترمنځ مینه پیدا کوي او ترڅنګ د تیارو کړو خوړو ستاینه وکړئ، په دې سره به هغوی د ډاډ احساس وکړي، که چېرته په دې خبرو عمل وکړو نو ترمنځ به مو مینه او محبت پیدا شي.

رسول الله (ص) به چې کله اوبه څښلې نو د پیالې په هغه برخه به یې شونډې مبارکې کېښودې د هغه مبارکې بي بي پرې شونډې ایښې وې. دې ته مو باید پام چې ددې دنیا ټول شیان د رسول الله د پښو ګرد ته هم نشي رسېدلی نو وګورئ چې هغه مبارک له بيبیانو مبارکو سره څه ډول چلند کاوه.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …