کورپاڼه / خبرونه / ویرات کوهلي یو بل ریکارډ ته هم ځان ورساوه

ویرات کوهلي یو بل ریکارډ ته هم ځان ورساوه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي، چې د هند غوره لیګ سیالیو کې د بېنګلور لوبډلې مشري هم په غاړه لري، هغه نن یو بل ریکارډ هم جوړ کړ.

ویرات کوهلي نن ورځ د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په وړاندې په لوبه کې که څه هم ښه ونه ځلېده او په دې لوبه کې په ۵ منډو وسوځېده، خو ریکارډ یې جوړ کړ.

کوهلي لومړنی لوبغاړي شو، چې په آی پي ایل سیالیو کې د ریال چلینجرز بېنګلور لوبډلې سره یې په ۲۰۰ لوبو کې برخه واخیسته او له ۲۰۰۸ کال څخه بیا له یادې لوبډلې سره لوبیږي.

هغه د هند په غوره لیګ سیالیو کې تر اوسه پورې په  ۲۰۰ لوبو کې ۶۰۸۱ منډې کړې، چې ۵ سلیزې او ۴۰ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او ترټولو غوره منډې یې د ۱۱۳ منډو کول.

له ویرات کوهلي وړاندې مهیندر سینګ ډوهوني په ۲۱۲، روهیت شرما په ۲۰۷، دنیش کارتیک په ۲۰۳ او سوریش رینا بیا هغه لوبغاړي دي چې په ۲۰۱ لوبو کې یې برخه اخیستې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …