کورپاڼه / جالب / ډیوید وارنر، راشد ته: نولسمه کلېزه دې مبارکه

ډیوید وارنر، راشد ته: نولسمه کلېزه دې مبارکه

د افغان لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی او پخوانی لوبډلمشر نن ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) درویشت کلن شو او د هغه لپاره په دې ځانګړې ورځ ډېر لوبغاړو او مشهور اشخاصو نیکې هیلې څرګندې کړې.

راشد خان چې د تېرې لسیزې غوره لوبغاړی نومول شوی و، یو داسې توپ اچونکی دی چې کولی شې چې د سیالۍ لوبډلې مهمې ویکټې غورځولی شي او د منډو کولو رنګ ریټ راښکته کوی.

لکه څنګه چې نن ورځ د هغه عمر یو بل پسرلی هم پیل شو، نو استرالیایي لوبغاړي او د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې ملګري یې ډیویډ وارنر د هغه لپاره په خندا سره د نیکو هیلو څرګندونه وکړه او د هغه عمر یې لږ وښوده.

د راشد خان د عمر په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ټوکې کېږي، ځینې داسې راپورونه هم ترلاسه شوي، چې خلک واسي چې د راشد خان ریکارډونه د هغه له عمر څخه ډېر دي او همدغسې یوه ټوکه وارنر هم وکړه.

دا هر څه هغه وخت پیل شول، کله چې د حیدرآباد لوبډلې له اکونټ څخه د راشد د کلیزې مبارکې خپره او هغه ته یې د نولسمې کلیزې مبارکي ورکړه، چې بیا په تبصره کې ډېویډ وارنر ولیکل چې راشد خانه نولسمه کلیزه دې مبارک شه او د خندا ایموجي هم ورسره لګولی و.

دا هم ولولئ

د ناوې کلي ته په نږدې کېدو د واده هلک تښتېدلی

په هند د خوښۍ پروګرام هغه وخت په غم بدل شو، کله چې د واده …