کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکته نایټ رایډرز لوبډلې بېنګلور ته ستره ماتې ورکړه

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې بېنګلور ته ستره ماتې ورکړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو د بیا پیل په دویمه او د ۲۰۲۱ کال د سیالیو په ۳۱مه لوبه کې ریال چیلنجرز بېنګلور لوبډلې له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ستره ماتې وخوړه.

د سږني ای پي ایل لیګ ۳۱مه لوبه، چې په ابوظبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د بېنګلور لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بېنګلور په نولس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره د ۹۳ منډو هدف کېښود، چې له ډلې یې ډیودت پاډیکال ۲۲ منډې وکړې. د کلکتې لپاره ورون چکرورتي او اندري رسل درې-درې او لوکي فیرګوسن دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د ۹۳ منډو هدف ډېر په آسانۍ په ۱۰ اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او بېنګلور ته یې په ۹ ویکټو او شپېته توپونو ستره ماتې ورکړه، چې له ډلې یې شبمن ګیل ۴۸ او وینکټیش ایر ۴۱ منډې وکړې. د لوبې غوره چکرورتي ونومول شو.

د یادولو ده چې سبا د سپتمبر پر ۲۱مه نېټه به د ای پي ایل لیګ په ۳۲مه لوبه کې راجستان ریالز او پنجاب کینګز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …