کورپاڼه / جالب / هغه منظرې په پېړیو کې یو ځل د لېدو وړ وي

هغه منظرې په پېړیو کې یو ځل د لېدو وړ وي

د طبیعت یا فطرت ښکلا هغه څوک حس کولی شي چې له طبیعت سره مینه لري. ښکلې درې، لوړ واورین غرونه، ابشارونه او نور به ټولو لېدلي وي، خو نن د هغه طبیعي منظرو په اړه غږیږو چې په پېړیو کې یو ځل لېدل کېږي.

مار ډوله بادرنګ: بادرنګ په عام ډول د نړۍ په هره برخه کې کرل کېږي، چې رنګ او شکل هم سره ورته وي، خو ددې ډول بادرنګو په لېدو خلک حیران شوي او په بادرنګو یې د مار فکر کړی.

د شنې زرغونې په زړه پوری رنګ: په دې تصویر کې لېدل کېږي چې له باران وروسته د شنې زرغونې وړانګې له بهرنۍ ښیښه یي دروازې څخه منعکس کېږي او د اوبو له نلکۍ څخه تېرېږي او رنګونه شیندي.

دا منظر له دې وړاندې ما کله نه و لېدلی: د عکاس په لایټر چاپ شوی عکس د یو عام ځای تصویر دی، چېرته چې یو عان پل او ساحل تر سترګو کېږي، کله چې هغه دا منظر په خپلو سترګو وینې نو سره یې پرتله کوي.

دا غوښه ده او که تیږه: د وریتې کړې غوښې نوم په اورېدو د ټولو خوله اوبه کوي او کله چې ووینو نو لوږه مو پسې واخلي، خو په دې تصویر کې ښکاره کېدونکې شی غوښه نه ده بلکې تیږه ده خو د وریتې کړې غوښې په څېر ښکاري.

دا وریځې دي او که د نړۍ نقشه: هر انسان په خپل ماشوم کې به لېدلي وي چې په آسمان کې وریځې ګرځي، خو د ټولې نړۍ د نقشې په څېر وریځې به چا نه وي لېدلي. تاسې لومړی د نړۍ نقشه وګورئ او بیا په دې تصویر نظر واچوئ، نو حیران به شئ چې وریځو د نړۍ نقشه جوړه کړې ده.

دا د جاکټ رنګ دی او شنه زرغونه: عامو ځایونو ته تلل او تصویرونه اخیستل خو هر څوک کولی شي خو په دا ډول پېښې ډېرې لږې واقع کېږي چې په آسمان کې د زرغونې او په جاکټ کې رنګ دې یو شان وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …