کورپاڼه / خبرونه / عمان د امریکا لوبډلې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه

عمان د امریکا لوبډلې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه

د امریکا او عمان لوبډلو ترمنځ په یوه ورځنۍ لوبه کې عمان لوبډلې د امریکا لوبډلې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه او لوبه یې ترې پخپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه د امریکا لوبډلې وګټله او عمان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۴ منډې وکړې.

د عمان لخوا جتیندر سینګ ۴۲ او ذیشان مقصود ۵۳ منډې جوړې کړې. د امریکا له لورې نوستوش کینجګي ښه لوبه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.

امریکا د ۲۷۵ منډو هدف تعقیب نشو کړای او په ۲۰۲ منډو یې ټوله لوبډله وسوځېدله او په ۷۲ منډو یې ماتې وخوړه، چې له ډلې یې مایننک پټیل ۵۶ او ګاجنند سینګ ۴۸ منډې وکړې.

عمان لخوا عیان خان ډېره ښه توپ اچونه وکړه او څلور ویکټې یې ترلاسه کړې. دغه راز خاور علي یې هم ښه تمام شو، هغه درې لوبغاړي وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړی عیان خان ونومول شو.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …