کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اردوغان: افغان کډوال نه شو ساتلی
اردوغان

اردوغان: افغان کډوال نه شو ساتلی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ویلي دي، چې دوی نه شي کولای چې ترکیې ته ورغلي غېر قانوني افغان کډوال په خپل هېواد کې وساتي.

نوموړي له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې دوی به افغانستان سره بشري مرستې وکړي، خو دوی به ونه شي کولای چې افغان کډوال په دغه هېواد کې وساتي.

هغه له امریکا او اروپا څخه دا غوښتنه هم کړې ده، چې ترکیې ته د ورغلو غېر قانوني افغان کډوالو په اړه دې ژر تر ژر تصمیم ونیسي.

د ترکیې حکومت لوړپوړو چارواکو له دې مخکې هم څو څو ځلې دغلته د افغان کډوالو په اړه څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې د دوی پر وړاندې به سخت ګامونه پورته کړي.

ویل کېږي چې په ترکیه کې شاوخوا څلور نیم میلیونه افغان کډوال دي او د ا.ا د حکومت له راتلو وروسته دغه هېواد ته د افغان کډوالو ورتګ لا ډېر چټک شوی دی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …