کورپاڼه / ليکنې / د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه
کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما کې یې ډېر نوم ګټلی دی، نن یې ۴۱مه کلیزه ده، هغه په ۱۹۸۰ کال کې د سپتمبر په ۲۱مه نېټه زیږېدلې وه، چې نه یوازې د هغې پلار، بلکې د هغوی د کورنۍ ډېری غړي د هندي سینما مشهور اداکاران دي.

د مشهور اداکار سیف علي خان مېرمن کرینه کپور خان په ډېرو مشهورو او کامیابو فلمونو کې کار کړی دی چې نه یوازې د میلیونونو خلکو زړونه یې ګټلي دي، بلکې د لومړي کتار اداکاره ده. نن په دې لیکنه کې د هغې په اړه اووه هغه معلومات له تاسې سره شریکوو، چې ښايي ترې نه به وئ خبر.

۱-: کرینه یې لومړی نوم نه و: د کرینه کپور له پېدا کېدو وروسته د هغې نیکه راج کپور د هغې نوم سدیما ایښی و، وروسته بیا دا نوم کرینه ته بدل شو. ویل کېږي چې کله هغه د مور په خېټه کې وه، نو مور یې د ټالسټوی مشهور کتاب (انا کرینینا) لوستی و، چې کرینه نوم یې هم له دغه کتاب څخه اخیستی و.

۲-: ډېر کامیاب فلمونه چې  هغې پکې کار ونکړ: د (جب وي میټ) فلم نه وروسته کرینه کپور خان ته ډېر داسې فلمونه په لاس ورغلل، چې که چېرته هغې پکې کار کړی وای، نو ښايي ځینې نورې اداکارانې دومره نه وای مشهورې شوې، خو هغې په دغه فلمونو کې کار ونکړ او نورو اداکارانو بیا د دغه فلمونو له لارې ډېر شهرت ترلاسه کړ. په دې فلمونو کې (کهو نا پیار هی) چې وروسته پکې امیشا پټیل کار وکړ، (هم دل دی چکی صنم) دی چې بیا پکې ایشوریه رای کار وکړ او (کوین) فلم دی چې کنګنا رناوت ته یې شهرت ورکړ.

۳-: هغې نه غوښتل اداکاره شي: د کرینه کپور خان په اړه ویل کېږي چې د تعلیم پر مهال هغې نه غوښتل چې اداکارۍ ته مخه کړي او همدا لامل شو چې هغې خپل ټول پام زده کړو ته ورکړی و، خو کله چې یې په هارورډ پوهنتون کې زده کړې ترلاسه کولې، نو هلته یې پام اداکارۍ ته واوښت او بیا دې برخې ته راغله.

۴-: د سندرغاړې په توګه: د کرینه کپور په اړه به ډېر کم خلک دا معلومات ولري چې هغې یو وخت له سندرو ویلو سره هم مینه لرله او په همدې خاطر هغې په (دیو) فلم کې چې په ۲۰۰۲ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و، په خپل غږ کې یوه سندره هم ویلې وه.

۵-: له سیف سره ۵ کلنه یارانه: له سیف علي خان سره تر واده مخکې کرینه کپور او د سیف پنځه کلنه یارانه وه، چې بیا وروسته دواړو په ۲۰۱۲ کال کې واده وکړ. د دوی یارانه هغه وخت پیل شوه، کله چې کرینه کپور د شاهد کپور سره خپله یارانه پای ته ورسوله، بیا یې له سیف علي خان سره یارانه جوړه شوه او دواړه له واده مخکې پنځه کاله ګډ اوسېدلي و.

۶-: د کوچنیوالي عادت: د کرینه کپور په اړه ویل کېږي چې هغې په کوچنیوالي کې د نوکانو په غاښونو د چیچلو یا ماتولو عادت درلود او د کوچنیوالي دا عادت یې تراوسه پورې نه دی ترک کړی، هغه اوس هم د فلمونو د ثبت پر مهال او د غونډو پر مهال خپل نوکان چیچي.

۷-: خواړه او یوګا: کرینه کپور نه یوازې دا چې له خواړو سره ډېره مینه لري، هغه د یوګا سره هم ډېره مینه لري او د یوګا په برخه کې ډېره مخکې ده. د تیمور د زېږېدو نه وروسته هغه ډېره چاغه شوې وه او خپل ټول وزن یې بیا د یوګا په مرسته بېرته ویلې کړ او ځان یې فیټ کړ.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …