کورپاڼه / سياست او روانې چارې / له افغانستانه د وتلو وروسته په لومړي ځل د امرالله صالح عکسونه خپاره شو
امرالله صالح ۱

له افغانستانه د وتلو وروسته په لومړي ځل د امرالله صالح عکسونه خپاره شو

د افغانستان په تېر حکومت کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان څخه د وتلو وروسته په لومړي ځل د هغې عکسونه خپاره شوي دي.

کله چې د افغانستان واک د ا.ا لاس ته ورغی، نو ویل کېږي چې امرالله صالح له هغه نه مخکې پنجشېر ولایت ته تللی و او له هغه وروسته بیا تاجکستان ته رسېدلی و.

خو په اوسنیو تازه عکسونو کې امرالله صالح په یو بانک کې لیدل کېږي. د نوموړي په دې عکسونو کې یو ځای هغه د یو غټ سور بېګ سره لیدل کېږي او په بل عکس کې بیا هغه د بانک له یوې کارکوونکې سره خبرې کوي.

امرالله صالح

د دې عکسونو په اړه تراوسه پورې هم دقیق دا نه ده معلومه چې هغه چېرته او په څه موخه بانک ته تللی دی، خو داسې ښکاري چې هغه په متحده عربي اماراتو کې په یو بانک کې دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د امرالله صالح دا تازه عکسونه ډېر لاس په لاس کېږي، چې د ځینو خلکو د نیوکو سره هم مخ شوی دی او ځینو خلکو پرې بېلا بېلې تبصرې هم کړې دي.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …