کورپاڼه / خپلواک / آیا د غوسې په حالت کې ظهار واقع کېږي؟ بشپړ معلومات دلته ولولئ

آیا د غوسې په حالت کې ظهار واقع کېږي؟ بشپړ معلومات دلته ولولئ

د غوسې په حالت کې د ظهار حکم څه دی؟ آیا په دې ډول ظهار واقع کېدلی شي؟ یا د طلاق په څېر د غوسې درې حالتونه پرې د تطبیق وړ دي؟ باید ووایم چې ظهار هغه طلاق ته وایي چې خاوند پر خپله میرمن د خور یا مور ګمان وکړي یا خاوند ښځې ته ووایي چې ستا شا زما د مور یا خور په ځېر ده.

اول: که چېرته یو مسلمان پرته له اختیار یا ارادې کومه خبره وکړي نو د هغې مواخذه پرې نشته. یعنې کله چې انسان په ارادي ډول سره له خولې څه وباسي نو بیا پرې مواخذه کېږي. رسول الله (ص) فرمایلي:((یقیناً ټول عملونه په نیت پورې تړلي او انسان ته هغه څه لیکل کېږي چې نیت یې کړی وي. بخاري او مسلم))

که چېرته له خولې په نا ارادي ډول څه ووځي یا په جبر یا تېروتنې سره ووځي نو مواخذه یې نشته، په دې اړه قران کې راځي:((لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ)) ژباړه: الله تعالی هیڅوک د هغه له وس او توان نه ډېر نه دي مکلف کړي، که چېرته څوک ښه کوي نو اجر به یې ترلاسه کوي او که بد کوي نو وبال به یې ورسېږي.

ای زموږ پروردګاره! که چېرته موږ تېروځو یا په تېروتنه ګناه وکړو، نو له موږ سره حساب مه کوه. ای زموږ پروردګاره! پر موږ هومره بوج مه اچوه لکه څومره چې له موږ وړاندې خلکو باندې و او موږ یې طاقت ونه لرو، موږ وبخښه، بخښنه راته وکړه او رحم راباندې وکړه، ته زموږ مولا یې نو د کافرو پر وړاندې زموږ مرسته وکړه.

علامه الشیخ محمد الامین شنقیطي رحمه الله ویلي:((الله تعالی فرمایلي:رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا.[ژباړه: ای زموږ ربه! که چېرته موږ تېروتنه وکړو یا په غلطۍ ګناه وکړو نو له موږ سره حساب مه کوه.] په دې ایت کې الله تعالی نه دي ویلي چې په تېروتنه سره د ګناه کولو توبه یې قبوله کړې او که نه؟

خو بل ځای کې فرمایي چې د هغوی دعا مې قبوله کړې:((وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا)) ژباړه: او کومه خبره چې تاسې یې په تېروتنه کوئ نو هغې ګناه په تاسو نشته، خو که چېرته یې د زړه په ارادې سره ووایئ نو ګناه یې شته، بېشکه الله تعالی بخښونکی او مهربانه دی. بل ځای وایي چې په تېروتنې سره د ګناه د بخښلو غوښتنه یې معاف کړې:((وَإِمَّا يُنْسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ)) ژباړه: او که چېرته تاسو شیطان دوکه کړئ نو له یادېدل وروسته ظالمانو سره مه یوځای کېږي.

په صحیح مسلم کې راځي:((نبي کریم (ص) چې څه وخت دا آیت تلاوت کاوه: رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا [ژباړه: ای ربه! که چېرته موږ دوکه شو یا په تېروتنه ګناه وکړو نو له موږ سره حساب مه کوه] نو الله تعالی وفرمایل: هو ما ستا دا دعا قبوله کړه.

دویم: د غوسې په حالت کې ظهار او طلاق د پورته تفصیل په بنسټ د غوسه کوونکې خبرې کتل کېږي. لکه څنګه چې د غوسې په حالت کې یو شخص په خپله خبره نه پوهېږي او ښه الفاظ نشي انتخابولی او په نا ارادي ډول داسې څه وایي چې هغه یې ویل نه غواړي، نو د هغه له ژبې وتلې کلمې هیڅ اعتبار نه لري او نه پرې حکم تطبیقېږي او دا خبره د طلاق په مسئله کې بالکل واضحه ده.

عایشه رض روایت کوي چې ما له رسول ص څخه واورېدل چې فرمایل یې:((په سخته غوسه کې طلاق او غلام نه آزادېږي)) او دا حدیث په ابو داود کې روایت شوی او حسن ګڼل شوی. دغه راز ابن قیم رحمه الله وایي:((داسې غوسه چې انسان پخپله نه پوهېږي چې هغه څه وایي او په کوم اړخ روان دی، نو دا ډېره سخته غوسه ده او دې حالت باندې د لېوني، نشې او برسام ناروغۍ حکم کېږي او له نشه یي شخص چې هم په بد حالت کې وي، ځکه چې نشه یي هیڅکله ځان نه وژن.ي او نه پر اولاد ظلم کوي، خو د غوسې حالت کې انسان داسې کارونه کوي. نو د غوسې په حالت کې د طلاق نه واقع کېدو په اړه باید اختلاف پیدا نشي.

شیخ الاسلام ابن تیمیه وایي:((که چېرته غوسه عقل کې بدلون راولي او عقل له منځه لاړ هم نه شي بیاهم طلاق نه واقع کېږي، ځکه غوسه طلاق ته لار هواروي او هڅوي یې او د ځان آرامولو لپاره په څېر په ناوړه کړنه کې دخیل کېږي او په دې ډول د غوسې په حالت کې طلاق ورکونکی د غوسې پر وړاندې مجبور وي او د طلاق اړوند بشپړ واک نه لري او همدا لامل دی چې د غوسې حالت کې ځان ته ښېرا نه قبلېږي او د ښه عمل نذر په غوسه کې لازم نه دی.

نو کومه خبره چې د طلاق په اړه وشوه هغه د ظهار په اړه هم ده ځکه دواړه ورته والی لري، خو که چېرته غوسه لږ وي او کنترول پرې وي نو غوسه کوونکی د هر هغې خبرې ذمه وار دی چې له خولې یې وباسي. الشیخ ابن عثیمین نه پوښتنه وشوه:((زما واده د تره له لور سره شوی، پنځه اولادونه ترې لرم، خو یو څه جنجال مو ترمنځ پیدا شو چې میرمنې مې له ټینګار سره له ما طلاق وغوښت… زه غوسه شوم او ورته مې وویل چې طلاق یې او پر ما حرامه یې او په دنیا او اخرت زما د مور په څېر یې نو ددې حکم څه دی؟))

هغه ځواب ورکړ:((ترټولو وړاندې دا ووایه چې غوسه په کوم حالت کې وه؟ آیا دومره شدیده وه چې ته نه پوهېدې چې څه وایې؟ که داسې وي نو ستاسو طلاق نه دی واقع او ظهار شوی دی، ځکه په سخت غوسه کې انسان پخپلو خبرو نه پوهېږي او خبرو ته یې اعتبار نه ورکول کېږي. خو که غوسه کمه وي او انسان پخپله خبره پوهېږي او کنترول پرې لري نو په دې حالت کې یو طلاق هم واقع کېږي او ظهار هم، ځکه چې میرمن له مور سره ورته ګڼل شوې او میرمن له مور سره ورته ګڼل ظهار دی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …