کورپاڼه / خپلواک / افتاب عالم ٢٧ کلن شو
افتاب عالم

افتاب عالم ٢٧ کلن شو

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان ملي لوبډلې ميډيم فاسټ توپ اچونکى افتاب عالم ٢٧ کلن شو، چې نوموړي په ننګرهار کې په يو کرکټ اکاډمۍ کې خپله ٢٧مه کليزه لمانځلې ده.

افتاب عالم په خپله فېسبوکپاڼه د خپلې کليزې انځورونه خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي:

((له هر څه د مخه له خپلو مینوالو او دوستانو څخه نړۍ مننه چې زما د زوکړې د ورځې مبارکيانې یې رالېږلي او یوه ځانګړې مننه له ننګرهار کرکټ اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ له مشرتابه او ګران ملګري خیرالله پرهر نه چې لورینه یې کړې وه.))

٢٧ کلن افتاب عالم په لومړي ځل په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان لپاره په ١٦ فبروري ٢٠١٠ کې استازولي کړې وه، چې هغه لوبه کې افغانستان د کاناډا لوبډلې ته په ١ منډه ماته ورکړې وه.

افتاب عالم په خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې په ٤ اورونو کې ٣٥ منډې ورکړې وې خو کومه ويکټ يې نه وه ترلاسه کړې.

نوموړي همدا راز په ٢٠١٢ کال کې د افغانستان لپاره لومړۍ شل اوريزه لوبه د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه، چې په دغه لوبه کې يې د ٣.٤ اورونو په ترسره کولو سره ٣٤ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې سوځولي و.

نوموړي په ٢٠١٩ نړيوال جام کې هم د افغانستان استازولي کړې وه، خو بيا د ډيسپلېن ماتونې له امله له نړيوال جام نه بېرته هېواد ته راستون کړاى شوى و او له هغه وروسته د يو کلن بندېز سره مخ شو.

افتاب عالم د افغانستان لپاره ٢٧ يو ورځنۍ او ١٢ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې ٤١ لوبغاړي سوځولي او په شل اوريزو لوبو کې يې بيا ١١ لوبغاړي سوځولي دي. په يو ورځنيو لوبو کې يې غوره توپ اچونه بيا د ٢٥ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي دي او په شل اوريزو لوبو کې يې بيا په يوه لوبه کې د ٢٣ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …