کورپاڼه / جالب / یو اتیا کلنې ښځې له شپږ دیرش کلن ځوان سره واده وکړ، خو په لومړۍ شپه څه وشول؟

یو اتیا کلنې ښځې له شپږ دیرش کلن ځوان سره واده وکړ، خو په لومړۍ شپه څه وشول؟

له ډېرو سره ښایي دا پوښتنه وي چې په زړښت کې واده کول څنګه وي؟ یو اتیا کلنې بریتانوي زړې میرمنې، چې له شپږ دیرش کلن مصري ځوان سره یې واده کړی، د واده د شپې داسې حالات بیان کړل، چې ټول یې خندولي.

د ډیلي سټار د راپور پر اساس ویل کېږي چې دغه ښځه ایرس جونس نومېږي او د محمد احمد ابراهیم نومي مصري ځوان سره یې واده کړی. ایرس له یو تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې موږ د واده په شپه (کی ایف سي) ته لاړو او ما کوکا کولا وڅښله.

هغه وایي کله چې زه د مصر د مساله جاتو لرونکې خواړه خورم، نو بیا ډېر وخت رانه تشناب کې تېږيږي. نوموړي ویلي چې زما د واده دغه شپه د لومړۍ په څېر وه، خو توپیر یې دا و چې دا ځل یې ډېر ستونزمنه نه وه او په سبا ورځ ګرځېدلی هن نه شوم.

ایرس په خندا وویل کله چې زموږ واده و نو هر څه په عربي ول، زه په هیڅ شي نه پوهېدم، بس دومره احساس مې کاوه چې زه اوس د خپل خاوند د ګوتمۍ لاندې یم.

هغې زیاته کړې چې اوس غواړم محمد احمد له ځان سره انګلستان ته بوځم، که لومړی وزیر بورس جانسن زما خبرې اوري، نو محمد ته دې د وېزې په ورکړه کې مرسته وکړي، هغه یو انجینر دی او زه باوري یم چې هغه به بې روزګاره پاتې شي. بله خوا خلکو ددې واده په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي دي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …