کورپاڼه / هنر او کلتور / د پښتو ډرامو مشهور لیکوال او اداکار نذر محمد مړ شو
نذر محمد

د پښتو ډرامو مشهور لیکوال او اداکار نذر محمد مړ شو

په کوزه پښتونخوا کې د پښتو سي ډي او ټلویزیوني ډرامو (سریالونو) مشهور لیکوال او اداکار نذر محمد هم د ژوند پور پرې کړ. هغه په افغانستان کې هم ډېر مینه وال لرل.

نذر محمد چې د پاکستان ټلویزیون د پښتو سریالونو څخه یې شهرت ترلاسه کړی و، وروسته د سي ډي ډرامو په وخت کې یې لسګونه ډرامې د اسماعیل شاهد لپاره ولیکلې او په ډېرو ډرامو کې یې کار هم وکړ.

نذر محمد د کومیډي ډرامو یا پروګرامونو لیکلو کې نوم لرلو، هغه په سلګونه کومیډي ډرامې او خپرونې لیکلې وې، چې ځینې یې د افغانستان د ټلویزیونونو لپاره هم لیکلې وې.

د هغه په مړینه د پښتو د هنري نړۍ خلکو د درانده غم څرګندونه کړې ده. همدا راز د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر اېمل ولي خان هم د نذر محمد مړینه ستر زیان بللی دی.

اېمل ولي خان لیکلي دي: ((نذر محمد د پښتو ژبې هغه څهره وه چې تل یې معیاري کار کړی دی. د پښتو ژبې، هنر او په خصوصي توګه د ټي وي لپاره د هغه کار به تل یاد ساتل کېږي. نن هم موږ د نذر محمد غوندې خلکو ته ضرورت لرو. د هغوی مرګ زموږ د ټولو لپاره یو لوی زیان دی. خدای دې ورته مغفرت نصیب کړي.))

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …