کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کرزي ته د خپلې تېروتنې احساس وشو، وايي: د پخواني نظام سقوط د افغانستان په ګټه نه شو
حامد کرزی

کرزي ته د خپلې تېروتنې احساس وشو، وايي: د پخواني نظام سقوط د افغانستان په ګټه نه شو

د افغانستان اسلامي جمهوریت پخوانی ولسمشر حامد کرزي ته د خپلې تېروتنې احساس وشو، نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي دي، چې د پخواني نظام سقوط د افغانستان په ګټه نه شو.

حامد کرزی له هغه سیاستوالو څخه و، چې د اشرف غني په حکومت یې نیوکې کولې او داسې ویل کېدل چې هغه په دې هڅه کې دی، چې د غني حکومت ختم شي، موقت حکومت جوړ شي او وروسته ا.ا ته واک وسپارل شي یا له هغوی سره د سولې خبرې وشي.

خو کله چې جمهوریت سقوط وکړ او واک ا.ا ته په لاس ورغی، هم حامد کرزي له عبدالله عبدالله سره هره ورځ لیدنې کولې او په داسې فکر و، چې ښايي یو موقت حکومت جوړ شي، خو د ا.ا په حکومت کې هغه ته هېڅ اهمیت ورنکړل شو.

اوس تازه حامد کرزي له یو ایراني اژانس سره په خپله مرکه کې ویلي دي، چې که څه هم ا.ا کابل په سوله ییز ډول لاس ته راوړ، خو د پخواني نظام سقوط د افغانستان په ګټه نه شو.

هغه زیاته کړه، چې ا.ا ته پکار دي چې امنیتي ځواکونه یې بېرته منظم کړي وای، زه ورته اوس هم مشوره ورکوم چې داسې یو حکومت دې جوړ کړي چې ټول افغانان پکې خپل ځان وویني.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …