کورپاڼه / خبرونه / په کرکټ بورډ کې د بدلونونو، بندیزونو او نور اړینو موضوعاتو په اړه د خبري ناستې اړین ټکي

په کرکټ بورډ کې د بدلونونو، بندیزونو او نور اړینو موضوعاتو په اړه د خبري ناستې اړین ټکي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي عزیزالله فضلي ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا خپلواکه ده او پر افغان لوبډلې د بندیز هیڅ ډول اندیښنه نلرو. هغه دا خبرې یوې خبري غونډې ته وکړې.

فضلي ویلي چې د نظام بدلون عادي خبره ده، موږ د کرکټ نړیوالې شورا له هېوادونو سره د کرکټ ډیپلوماسۍ سره سم روان یو، هیڅوک دې د بندیزونو په اړه اندیښنه نه کوي.

هغه وویل چې موږ د نړیوالې شورا دایمي غړي یو او دا زموږ د لوبډلې او ادارې د زختمونو پایله ده او افغان لوبډله یوه هغه لوبډله ده چې د نړیوالې شورا باور یې ترلاسه کړی. نوموړي زیاته کړې چې پر افغان لوبډله پانګونه شوې او نړیواله شورا هم پخپلو پرېکړو کې خپلواکه ده، څوک یې پرېکړه نشي ننګولی، نو د بندیزونو اندیښنه څوک مه کوي.

فضلي ویلي دي اجراییوي رییس نصیب خان هم د دوی په غوښتنه ګمارل شوی او اوس سرپرست اجراییوي رییس دی او دا یې هم ویلي چې اته نور غړي هم ژر معرفي کوي. دغه راز میرویس اشرف، عبدالرشید ځدراڼ، نورالحق ملکزی، میر مبارز او عبدالله مزاری یې هم د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې غړي ګمارلي دي.

د هغه پر وینا چې د لوبغاړو ټاکنه به د دوی دنده وي، خو معیارونه به په نظر کې نیسي، چې هغه فټنس، وړتیا او نظم مراعتول یې ډېر اړین دي او زیاته کړې یې ده چې له تمریناتي کیمپ وروسته به د غوراوي کمېټې، روزونکې، لوبډلمشر په خوښه پنځلس کسیزه لوبډله وروستۍ کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …