کورپاڼه / خبرونه / فضلي غواړي له پاکستان سره لغوه شوې لوبلړۍ په کابل کې ترسره کړي

فضلي غواړي له پاکستان سره لغوه شوې لوبلړۍ په کابل کې ترسره کړي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي او هلته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لغوه شوې لوبلړۍ په اړه خبرې وکړي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته ځي او هلته به د پاکستان کرکټ بورډ سره په دې اړه خبرې وکړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لغوه شوې لوبلړۍ په افغانستان کې ترسره کړي.

فضلي ویلي دي چې د پاکستان کرکټ بورډ له نوي رییس رمیز راجه سره لېدنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې نن په یوه خبري کانفرانس کې هم فضلي وویل چې دوی به ډېر نړیوالې لوبډلې افغانستان ته راوغواړي.

بل لوري راپورونه وایي چې د پاکستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې په اسیایي کچه د کرکټ لوبډلو یو بلاک کړي، چې په دې بلاک کې افغانستان هم شامل وي او ددې بلاک په مرسته به د خپلو حقوقو دفاع کوي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې افغان کرکټ بورډ کې ډېر ناڅاپي بدلونونه او ګومارنې ترسره شوې، چې د افغانستان کرکټ راتلونکې په اړه یې ډېرې اندیښنې راپارولي دي.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …